(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۷)
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د پخوانۍ مشرې سيما ثمر له ليرې کيدو وروسته د هغې پر ځای شهرزاد اکبر د یاد کمېسيون نوې مشره ټاکل شوې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ د سيما ثمر ليرې کيدل تاييدوي او پر ځای يې د شهرزاد اکبر د نوې رئيسې د ټاکل کيدو تر څنګ د دغه کمېسيون لپاره اته (اسدالله یوسفي، محمد ایوب یوسفزی، سید احسان الله خليق، بنفشه یعقوبي، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعيم نظري او راضيه صیاد ) په نومونو نوي کمېشنران ټاکلي دي.
شهرزاد اکبر تر دې وړاندې د ملي امنيت شورا د سلاکارې دنده کړې ده.
سيما ثمر له تيرو اتلس کلونو راهيسې د بشري حقونو د کمېسيون مشري په غاړه لرله.
تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړې ولې له دغه دندې ګوښه شوې خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي چې نوموړې په یاد کمېسيون کې قومي او ژبني تعصب پالنه کوله.


















