کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۷چنګاش، ۱۳۹۸)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې ۵۰۰ نور اضافي عسکر به سعودي عربستان ته ولیږي او هلته به د خپلو او متحدینو ګټو ته له شته او پیښو ګواښونو مخنیوی کوي.
دا امریکایي سرتیري په داسې حال کې سعودي عربستان ته لیږل کیږي چې اوس هم د سعودي په مشرۍ په یو ائیتلاف کې ځیني امریکایي ځواکونه په یمن کې په جګړه بوخت دي.
د سعودي په مشرۍ یو ائیتلاف په یمن کې د حوثیانو په خلاف جنګیږي چې فکر کیږي د ایران ملاتړ له ځان سره لري.
دا تازه لیږدیدونکي عسکر به ریاض ته نږدې د شاهزاده سلطان په پوځي اډه کې میشت شي.
واشنګټن دا ګام وروسته له هغه اوچتوي چې له تهران سره یې اړیکې ترینګلي حالت ته رسیدلي دي.
ایران په سیمه کې بیا د امریکا له حضور سره سخت حساسیت لري او نه غواړي چې امریکا په سیمه کې فعالیت وکړي.
بل لور ته سعودي عربستان بیا د ایران په ضد د امریکا لمن نیولي او د ایران د فعالیتونو په وړاندې امریکا د سیمې سیاست ته ورداخلوي.


















