کندهار: د امنیه قومندانۍ په دروازه کې موټربم چاودنه شوې

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۷ چنګاش، ۱۳۹۸)
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ په شمالي دروازه کې موټربم چاودنه شوې ده.
ځایي چارواکو هم پیښه تائید کړې او وایي چې له موټربم برید وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
بریدګرو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.
د برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخستی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې لومړی د دوی یو تن بریدګر د موټربم په توسط چاودنه کړې او وروسته نور بریدګر امنیه قومندانۍ ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي.
طالبانو د لسګونه حکومتي کسانو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
تر اوسه د مرګ ژوبلې او تلفاتو کره شمیرې نه دي خپرې شوي.



