سپاه پاسداران؛ هرمز تنګي ته څېرمه دتیلو کښتۍ نیولې

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ایران دولتي خبري اژانسونو خبر ورکړی چې د دې هېواد د سپاه پاسداران ځواک غړیو یوه بهرنۍ تېل وړونکې کښتۍ له دولس تنه عملې سره یو ځای نیولې ده.
خبر وایي، دا کښتۍ په هرمز تنګي کې یو ایراني ټاپو ته څېرمه نیول شوې ده اودې پوځ په خپله ولکه کې اخیستې ده.
داسې ویل کېږي چې دا کښتۍ د متحده عربي اماراتو وه، د جولای په ۱۴مه د ایران اوبو ته نتوتی وه، خو تهران تر اوسه دا خبر تایید کړی نه دی او نه یې هم په دې اړه نور جزیات ورکړي دي.
په ورته وخت کې امریکا ویلي چې دا ټانکري کښتۍ د عربي اماراتو وه او د عملې له څښتن سره یې اړیکه وروسته تر هغه پرې شوې وه چې د مخابراتو وسیله یې خاموشه شوه.
ایران دهغو کښتیو په سوځېدا هم تورن دی چې دې تنګي ته څېرمه نږدې درې میاشتې وړاندې په نښه شوې او له منځه وړل شوې وې.
متحده اماراتو تراوسه په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



