
د کابل په زړه کې پر مسيحيت برسېره اوس د بهائيت فتنه!!
… په تېر پسې
ډاکټر يوسف اکبري
د قرآن کریم پر وړاندې د دوی د بې اعتنائۍ څو بیلګې
1- ( قل قد جاء الغلام لیحيی العالم ولیتحد من علی الارض کلها فسوف یغلب ما اراد الله وتری کل الأرض جنة الأبهی» لوح رئیس ص: 90.
2 – یواځینی مقام چې مبارک جمال یې حضرت عبدالبهاء ته سپارلی دی هغه شرحه ده چې په دې ایت کې له اقدس کتاب نه نازل شوی دی.
«اذا غیض بحر الوصال وقضی کتاب المبدأ فی المال توجهوا الی من اراده الله الذی انشعب من هذا الأصل القدیم» مکاتب عبد البهاء ج2 ص: 85 .
3- حضرت عبدالبهاء فرمایی قوله تعالی :…. لیس البر لمن یحب الوطن بل لمن یحب العالم .
او اخر دا چې باید پوه شو چې بهائیانو د مسیحیانو له تنصیری او تبشیری کړنو نه د مسلمانانو د ارتداد له کبله استقبال کړی دی او هغوی یې د تمجید او تحسین مورد ګرځولی دی چې پخپله دا ښیئ چې دوی د مسیحیت مزدوران او چوپړیان دی او په آرامش برای جهان پر آشوب کتاب په (45-46مخ) کې داسې اعلان کوي:
(مسیحیت تر ټولو مهربانه نړۍ جوړوي) او په ادامه کې یې لیکي: « خیریه مؤسسو چې د مسیحي تعالیمو په مستقیمه نتیجه د خدای سره پر مینې مبني او نور ورته په ټوکیدا پیل وکړ، لومړنیو مسیحیانو هر ډول هڅې په کار واچولې څو د هغوی د ټولنې ژوند د همکارۍ او خدمتي روح له اصولو سره سم وي چې د ملکوتي حقایقو په عنوان یې پیژندل، د مسکینانو د ساتنې او د ناروغانو د پالنې په لپاره ټولنې تشکیل شوې او د مایحتاج خوړو د ویش په خاطر تش لاسو ته ټولنې او کونډو او یتمیانو ته مؤسسات را وټوکیدل … همه مسیحي افراد د خدای په نوم، آسماني اوبه او د مسیح ابن الله د ورورولۍ په روح یه له بل سره متحد شول او د ورورۍ دا روح هماغومره قدر د مفهوم له نظره ځلانده و چې په عمل کې ګټور واقع شو.).
بعضی عبادت های بهائی ها د بهائیانو ځینې عبادتونه
د بهائیانو قبله
د میرزا حسین د ژوند پر مهال هغه پخپله د بهائیانو قبله وه او له مړینې وروسته یې قبر د نړئ د بهائیانو قبله ده، ټول بهائیان مکلف دی چې د عبادت پر مهال خپل مخ د هغه د قبر لوري ته چې د ( فلسطین د عکا) په کلي کې دی واړوي.
د بهائیانو لمونځ
د بهائیانو لمونځ نهه رکعته دی او درې وخته سهار، ماښام او د لمر د زوال پر مهال ادا کیږي، له مسافر، ناروغ او کمزوری نه لمونځ او روژه ساقط دی او په سفر کی یواځې یوه سجده بسنه کوی، فوت شوی لمونځ او روژه قضائی نلري او او له درې و د یوه لمونځ ترسره کول واجب او بسنه کوی.
د بهائیانو اودس
اودس عبارت دی د دوه لاسونو او مخ څخه د هر یوه د پریمنځلو پر مهال لنډه دعا لوستل کیږي، او د عذر لرلو او اوبو نه موندلو په صورت کې د اودس پر ځای لنډ ذکر پنځه ځل تلاوت کیږي.



