د امريکا تر وتلو وروسته د ښځو حالت!!

انجنير عمير وياړ
په دې کې شک نه شته چې په تیرو اتلسو کلونو کې دلته د ښځو حالت د افراط ترکچې تغیر کړی.
نو آیا حالاتو ته په کتو سره به په افغانه ټولنه او خاص ډول په ښاري سیمو کې به ښځې دې ته حاضري شي چې په کور کیني او په چادرۍ کې بهر د خپلو شرعي ضروریتونو د حل لپاره لاړې شي؟
دا څه چې اوس جریان لري مثلا کله هم چې یوه ښځه و غواړي او يا په کور کې یې زړه تنګ شي نو بهر لاړه شي په دفترونو کې له نا محرمو سره یوځای په شریکه کار وکړي ، او که کور کې یې چا خبره ونه منله نو امن کور چې ، ساتونکي یې هم ډير کله په اخلاقي فساد تورن دي لاړې شي ، د بهرنیو او کورنیو مشرانو استقبال دې سرتور سر په نڅا وکړي
د طالبانو په شمول نوي راتلونکي احتمالي ايتلافي دولت ته به دغه خبره د منلو وړ وي؟
په دې کې شک نشته چې د نړیوالي ټولنې زیات مصارف ، د افغان حکومت یوه لاسته راوړنه د ښځو همدا بې مهاره ازادي ګڼله او د فیمونیزم په لومه کې را ګیرې ځېنې د غربي فرهنګ منونکې افغان میرمنې به دا ستونزه پیچلې او ډيره اوږده کړي
د طالبانو اسلامې تحريک او په تېره بيا د افغانستان اسلامي امارت چې د هیواد د هر قوم ، هرې ژبې او هر سمت وګړي پکې خپل ریښتنی تصویر لیدلی شي او د دې هیواد اکثریت هغه نخبه وکړي یې غړیتوب لري چې له تیرو څلویښت ستونزمنو کلنو را واخله او بیا تراوسه په عملي ډول د خپل هېواد او خپلديني ارزښتونو نه د سر په بيه په خدمت کې بوخت دي ډاډ یو چې د پورته ځانګړنو په لرلو سره به وکولای شي چې د افغان ولس له مينځه نور د وطن برجسته ديني عالمان راټول او په اړوند برخه (د ښځو حقوق) او نورو لاينحل مسائلو کې به رغوونکی رول ولوبوي.



