کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
نن ماسپښین شاو خوا ۵ بجې دوسلوالو طالبانو له لوري دکندهار په امنیه قومندانۍ لومړی موټربم برید او وروسته یوشمېر بریدګرو جګړه پیل کړه چې درانده تلفات یې واړول.
دولتي لوري ادعا کړې چې برید یې دبریدګرو په وژل کېدا پای ته رسولی او قربانیان یې ملکي وګړي یاد کړي.
بلې خوا بیاد عامې روغتيا مسوولينو ويلي چې بريد اوس هم دوام لري چې دولتي لوري ته یې حیرانونکي تلفات اړولي.
دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل غبرګون کې ویلي، دوارخطا دښمن دا ادعا چې د کندهار په امنیه قومندانۍ باندې بریدونه پای ته رسیدلي، حقیقت نه لري.
مجاهد زیاته کړې چې ددوی بریدګر ملګري ژوندي دي او په لوړ مورال په دښمن باندې بریدونو ته دوام ورکوي.

















