کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۷ چنګاش، ۱۳۹۸)
پاکستاني چارواکو د دې هیواد پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د فساد په تور نیولی دی.
په نوموړي تور دی چې د پیترولیم چارو د فدرالي وزیر په حیث یې چې کله دنده ترسره کوله نو په خپله خوښه یې یوې کمپنۍ ته ټېکه ورکړې وه.
د دې ټېکې له امله نوموړي پاکستان ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم نواز د نوموړي نیول کیدل منلي او وایي چې لاهور ته یوې غونډې ته پر لار وو چې د پاکستان د احتساب ملي ادارې لخوا ونیول شو.
د مسلم لیګ ن دا څووم مشر دی چې په پاکستان کې د واکمن حکومت لخوا نیول کیږي.
د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف هم دا مهال په زندان کې شپې سبا کوي او د ګوند اوسنی مشر شهباز شریف هم نیول شوی وو چې وروسته بیا په ضمانت راخوشي شو.
د یادونې وړ ده جې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پاکستان د قرضدارۍ لامل پخواني حکومتونه بولي او وایي، ټول هغه کسان چې فساد یې کړی، د حساب او کتاب میز ته به راکش کیږي.

















