بهرنيو ځواکونود لوګر مرکز کې د پوليسو پر پوسته هوايي برید کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګا

د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت مرکز اړوند سيمه کې د پوليسو پر پوسته هوايي بريد کړی چې څلورو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

امنيتي سرچينې وايي، دغه بريد تيره شپه د مرکز پل علم مربوط د عمراباد په سيمه کې کړی دی.

د لورګ د امنيې قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، په یاد بريد کې يو پوليس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، بريد د بهرنيو ځواکونو د جنګي الوتکو له لوري ترسره شوی دی.

تر اوسه بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې ههم د هيواد په بیلابيلو سيمو کې پر پوليسو، کومانډو، ملي اردو او محلي پوليسو د بهرنيو ځواکونو جنګي الوتکو بمبارۍ کړي چې ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button