د غزني خلک: چې روغتون ته نظامي ټپيان راوړل شي، د ملکيانو درملنه درول کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۰)
د غزني اوسيدونکي او مدني فعالانو په دغه ولايت کې د ملکي او نظامي ناروغانو تر منځ بايد بيلوالی راشيږ
د غزني خلک وايي، کله چې دولتي ټپي عسکر د غزني ملکي روغتون ته وروړل شي نو د ملکي ناروغانو تداوي په ټپه درول کېږي.
دوی وايي، کله چې یاد روغتون ته نظامي ټپيان یا ناروغان وروړل شي نو بيا ملکي ناروغانو ته هيڅ پام نه کيږي چې د مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي.
د انور اندړ او حسن جلالزي په نوم د دغه ولايت اوسيدونکي وايي، که د نظاميانو او ملکي ناروغانو څانګې سره جلا شي نو ښه به دا وي چې ډاکټران به د ملکيانو او نظاميانو دواړو ښه درملنه وکړي.
په عين حال کې د غزني د ولايتي روغتون مشر باز محمد همت هم یاده ستونزه مني په وينا يې مسؤولينو سره يې یاده ستونزه شريکه کړې او د یوه ځانګړي نظامي روغتون وړانديز مو کړی خو تر اوسه پورې هيڅ اقدام نه دی شوی.
د غزني ملکي روغتون چې د غزني د ټولو ولسوالیو تر څنګ د میدان دردګو، ارزګان، پکتیکا او زابل د ناروغانو سره سره د جګړې د نظامي ټپیانو تداوي هم پهکې کېږي، نو ځینې مدني فغالان هم د دغه شفاخانې د بېلوالې غوښتنه کوي.


