ټوېټر؛ دګڼو ایراني رسنیو اکاونټونه بند کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو په اساس، ټوېټر دګڼو ایراني رسنیو اکاونټونه تړلي چې توند غبرګونونه یې راپارولي.

خبر زیاتوي، ایران کې د صدا، سیما او مهر په ګډون د حکومتي رسنیو ځینې اکونټونه له دې کبله ځنډولي، چې بهايي وګړو ته یې له ځورونو ډکې څرګندونې خپرولې.

همدارنګه مهر دیپلوماسي او د ایران د مذهبي مشر د اثارو د خپرېدو او ساتنې اړوندې ټوېټر پاڼې هم له کنټروله وتلې دي.

په پیل کې، دغو رسنیو ویلي وو، د ټوېټر پاڼو تړل کېدو لامل یې ظاهراً د ایران له خوا د بریتانیايي تېل وړونکې بېړۍ راګرځول ښودل شوي.

یوې سرچینې ویلي، یاد ایراني ټوېټر اکونټونه د ایراني بهایانو د هدفي ځورونې له کبله ځنډول شوي.

بهایان د ایران ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شول، پر ټولنیزو فعالیتونو او پوهنتونونو کې یې پر زدکړو بندیز ولګول شو.

ایراني چارواکي بهایانو ته د داسې مذهبي لږکیو په سترګه ګوري چې ایران یې په رسمیت نه پېژني.

مربوطه مطالب

Back to top button