کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د سارا ګولډن په نامه یوې امریکایۍ ماډلې ادعا کړې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ زوی حامد وردګ، چې دا مهال د یوه امریکایي پوهنتون محصل دی پرې د امریکا د میامي ایالت کې جنسي تېری کړی.
دې میرمنې ډيليمېل ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې حامد وردګ ورسره لومړی یارانه لرله او وروسته یې پرې تېر کال د جولایي میاشت کې د امریکا په میامي ایالت کې جنسي تېری کړي.
دې امریکایۍ ماډلې د حامد په اړه رسنیو ته ویلي: هغه راته تل ډالۍ راکولې ، ملګرتیا یې راسره لرله، هغه یو عیاش او بډای هلک دی؛ خو له جنسي تېري وروسته مې پرې دوسیه ثبت کړې، غواړم خپل شکایت قاضي ته ورسوم اومحاکمه یې کړم.
بل لور ته خپله حامد وردګ پرې د امریکایۍ ماډلې له لورې لګېدلی تورونه رد کړي او دایې دده دبدنامۍ هڅه بللې.
په امریکا کې د یوه پخواني نظامي چارواکي د زوی د جنسي د تېري خبر په داسې حال کې رسنیز کیږي، چې لا هم په کور دننه او ارګ کې د دولتي چارواکو له لوري د جنسي بډو اخستنې خبرونه تاوده دي.
په دې وروستیو کې دګډ حکومت په لیکو کې ډیری میرمنوادعاکړې چې دولتي چارواکو ورڅخه دامتیازاتو په بدل کې جنسي غوښتنې کړي، دا مطالب لاهم د سمییزو اونړیوالورسنیو سرټکي دي چې داخبر رسنیز کیږي.


















