دخوراکي توکو زهري کېدل!!
راټولوونکی: غورځنګ
دا چې خوراکي توکي د انسان بدن ته ډېر زیات ضرورت لري او بدن پرې هر اړخيزه وده او نمو کوي، خو دغه خوراکي توکي يو وخت داسې هم کېږي چې بدن ته تاوان او زيان رسوي، چې په دغه وخت کې دغه خوراکي توکي زهري کېږي او بيا د بدن په تاوان تمامېږي.
خوراکي توکي په دوه ډوله زهري کيږي چې يو ډول انتاني منشاء لري او بل ډول غيري انتاني منشاء لري.
مونږ يې لومړى انتاني منشاء مطالعه کوو . په دې ډله کې وايروسونه ، بکتريا او پرازيټونه شامل دي چې هر يو به يې په مفصل ډول وڅېړل شي .
١- وايروس Virus :
يو کوچنى ارګانيزم دى چې په سترګو نه ښکاري . د خپل ځانه کوم مستقل ميتابوليزم نه لري . بلکې د يو ژوندي سلول څخه استفاده کوي او د ژوندانه مهم فعاليتونه په دې حجره کې سرته رسوي .
هغه وايروسونه چې دخوراکي توکو د زهري کېدو سبب ګرځي په لاندې توګه دي
. a- Noroviruses:
دا يو ګروپ وايروسونه دي چې د خوراکي توکو د زهري کيدو باعث ګرځي . او حاد ناروغۍ مينځ راوړي . نښې يې زړه بدوالي ،سردرد ،دنس درد او لږه تبه ده
په عمومي ډول دا ويروسونه دنوو ځوانانو او ماشومانو د غذايي تسمم سبب ګرځي چې په ماشومانو کې کانګې او ځوانانو کې نس ناسته رامينځ ته کوي. انتقال يي د ملوث شو اوبو ، د کبانو د غوښې او مستقيم تماس په واسطه صورت نيسي . خپريدنه (spread) يي په پرنفوسو ځايونو کې زيات وي لکه ښوونځي ،پوهنتونونه او ليليه ګاني او داسي نور . Noroviruses ددې وايروس له پاره قبول شوي نوم دى خو دا ويروس په نورو نومونو هم ياديږي لکهNorwalk-like.V همدارنګه Caliciviruses دا ځکه چې دا ويروسونه د Caliciviruses د کورنۍ پورې اړه لري. b- Rota virus:
دا ويروس د خوراکي توکو د زهري کيدو سبب ګرځي . سختې او مزمنې ناروغۍ مينځ ته راوړي . نښي کانګې کول ، اسهال او تبه ده .
دا ويروس دماشومانو دغذايي تسمم سبب ګرځي . انتقال يي د مستقيم تماس او ناپاکو سبزيجاتو په واسطه دى . او خپريدنه يې په هغه سيمو کې چې ګڼه او ګوڼه پکې زياته وي ښه صورت نيسي
c- Hepatitis A:
دې ويروس ته د زيړي ويروس هم ويل کيږي چې د خوراکي توکو د زهري کيدو باعث ګرځي . هرکله چې په دې ويروس منتن شوي خواړه څوک وخوري نو دا نښې په کې ليدل کيږي . تبه ،بې اشتهايې ، د نس درد ، ستړيا احساس کول ، د سترګو او پوستکي رنګ ژيړ کيدل.
دغه نښې د منتن شوو خوړو د خوراک څخه دوه مياشتې وروسته راڅرګنديږي بعضې وختونه د شپږو مياشتو څخه راڅرګندېداى شي .



