پکتیا: د سیمه اییزو پولیسو قومندان وژل شوی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۰چنګاش، ۱۳۹۸)
نن له غرمې وروسته ۳ نیمې بجې شاوخوا د پکتیا مرکز ګردیز کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان په موټر چاودنه وشوه.
په یاده چاودنه کې د پاڅون کوونکو قومندان عزیز احمد وژل شوی او موټر چلونکی یې ټپي شوی دی.
حکومتي سرچینو هم د عزیز احمد د وژل کیدو خبر تائید کړی دی.
د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي رسنیو ته ویلي چې پیښه نن ۳ بجې او ۳۰ دقیقې د حوزوي روغتون او پوهنتون ترمنځ کوڅه کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې له امله ولسي مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.
تر اوسه د دې برید مسؤلیټ چا په غاړه نه دی اخستی خو ډیری وخت ورته بریدونه د طالبانو لخوا ترسره کیږي.
څه وخت مخکې هم طالبانو د لوګر د سیمه ییزو پولیسو قومندان دېته په ورته چاودنه کې وژلی وو.



