چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

خو د پردې تر شا فساد!!

محمود نشرونکی: محمود
جولای 21, 2019
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راټولوونکى: ډاکټر يوسف اکبري

کله چې د دوه چرګانو خوا ته يو ه چرګه راشي ، دواړه چرګان په خپل منځ کې جنګ کوي تر څو يو چرګ له هغه ځايه ولاړ شي . مګر له بده مرغه د بېروت او اسکندريې د سواحلو په غاړو کې د مسلمانانو ښځې لوڅې او بربنډې وي ، ټول سيلانيان يې د لوڅ او نازک بدن ننداره کوي او مېړونو ته هيڅ غيرت سترګو ته نه درېږي ، د شپې محفلونو کې ځينې متمدن او پرمختللي مسلمانان خپلې ښځې خپلو ملګرو ته ور ډالۍ کوي تر څو له هغوى سره وګډېږي . چې دا نامحرمه سړيان بيا له هغو غافلو ښځو سره سينه په سينه او لاس په لاس ګډېږي . دا حالت پدې ډول محفلونو کې ډېر عام شوى دى چې هيڅوک ترې سترګې نشي پټولى .
په اسلامي پوهنتونونو کې نجونو خپل ځانونه نيم بربنډ کړي دي او د ځوانانو سره څنګ په څنګ په يوه څوکۍ کېنې مګر مسلمان مور او پلار دا حالت نه غندي او نه يې ردوي .
دا داسې قضايا دي چې په يو ځل او يو وار نشو کولى هغه حل او يا له منځه يوسو .
مګر بېرته حق ته ستنېدل له هغې لارې شوني دي ، له کومي لاري چې باطل ته تللي يو . که څه هم ددې لارې وهل اوس مونږ ته اوږده ښکاري ، سمه ده څوک چې يوه اوږده لار چې له هغې پرته بله لار نه وي ونه وهي هيڅکله به خپلې موخې ته ونه رسېږي .
راځئ چې د حق لارې ته د راستنېدو په موخه مبارزه د ښځو اونامحرمو نارينه و له يو ځاى کېناستو څخه پيل کړو (( ښوونځى ، پوهنتون ، اداره … ))
بې حجابي له يو ځاى کېناستو سره توپير لري . د مخ لوڅوالى که د نجونو په عفت او عزت باندې د تيري لامل نشي موضوع يې نسبتاً اسانه ده او که چېرې د مخ له لوڅوالي څخه د فتنې د را ولاړېدو وېره موجوده وي نو بيا دمخ پټوالى هم واجب ګرځي . خو ددې ټولو سره ، سره سَتر او حيا ښه شى دى .
اما د نرانو او ښځو ګډه ناسته ولاړه بيا بل شى دى . پلو نه نيول او بې حجابي ددې غوښتونکې نه ده چې يو ښځه دې د نامحرم کس او يا دې د خپل مېړه انډيوالانو سره په کورکې لوڅ سر کېنې او د هغوى ښه راغلاست دې وکړي . او يا دې په بازار او کوڅو کې د نامحرمو کسانو سره ستړي مشي وکړي او يا دا چې يوه نجلۍ دې په پوهنتون کې د يوه نامحرم ټولګيوال سره څنګ په څنګ کينې او دا هېر کړي چې خداى ( جل جلاله ) دا ښځينه او هغه نارينه پيدا کړى دى . د دواړو په خټه کې يو بل ته د نژدېوالي ميل اغګل ( ترکيب ) شوى دى . هيڅوک نشي کولى د خداى ( جل جلاله ) په خلقت کې تغير رامنځته کړي او ددې دواړو متغيرالجنس په منځ کې برابرى او مساوات رامنځته او ددوى له نفسونو څخه د نژدېوالي ميل ليرې او يا له منځه يوسي .
هوکې لورې ! د مدنيت په نوم د ښځينه و او نارينه و تر منځ د مساواتو او ګډ اوسېدلو مبلغين او دعوت کوونکي له دوه اړخونو دروغجن خلک دي .
الف :- دا هغه خلک دي چې د خپلو جنسي غريزو د پوره کولو څخه پرته بله هيڅ کومه موخه نه لري .
دا کسان د خپلو ناوړه او شومو موخو د څرګندولو جرئت نشي کولى نو ځکه خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د تمدن ، ديموکراسۍ او پرمختګ نارې وهي . ددوى موخې ظاهراً ډېرې ښکلې او په باطن کې د شهوت سړولو او فساد خپرولو په رنګ لړلې دي .
ب :- دا کسان ځکه دروغجن دي چې دوى حق د باطل په مقابل کې نشي پېژندلى .
ددوى لپاره حق هغه دي چې چې له برلين ، پاريس ، امريکا او جرمني څخه راغلي وي . که څه هم هغه ګډا، زنا او يا هم د سواحلو په غاړو کې د ځانونو لوڅول وي . او ددوي لپاره باطل هغه دي چې له شرقي مدرسو او الاذهر او اموي پوهنتونونو څخه راغلي وي که څه هم هغه د ځان او عفت ساتلو نمونه وي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

لوی ټکي: جنسيديموکراسيغريزېفساد
مخکینې مطلب

پکتیا: د سیمه اییزو پولیسو قومندان وژل شوی

بل مطلب

دپاکستان سرحد ته څېرمه؛ دایران دانقلاب ګارډ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com