دپاکستان سرحد ته څېرمه؛ دایران دانقلاب ګارډ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان سرحد ته نږدې د ایران د انقلابي ګارد پر غړو وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ایران دولتي تلویزون وايي چې په برید کې د ایران د انقلابي ګارد دوه غړي وژل شوي دي او دوه نور ژوبل دي.

اسوشیتډپرس د ایران د دولتي تلویزون په حواله ویلي دي چې برید وسلوالو کړی دی خو د کومې ډلې نوم یې نه دی اخیستی.

برید د شنبې په ورځ (جولاۍ۲۰) ناوخته د څاروان په سیمه کې شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس بیا وايي چې په وژل شویو کسانو کې یې یو د انقلابي ګارد غړی محسن نقیبي او بل یې د بسیج په نامه د یوې سیمه ایزې ملېشې ډلې غړی عبدالخالق دیرازهي دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې تر دې مخکې هم وسله وال بریدونه شوي دي چې علت یې مذهبي خشونت او د نشه يي توکو د قاچاقبران یاد شوي دي.

ددې برید پړه تر اوسه ایراني چارواکو په کومې مشخصې وسلوالې ډلې نه ده اچولې، او نه یې هم چا مسئولیت منلی.

مربوطه مطالب

Back to top button