چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د دسيسو او توطئو ښکار افغانستان!!

محمود نشرونکی: محمود
جولای 21, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
11
ځلې شریک شوی
143
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

دا خو په ټوله نړۍ کې مشهوره خبره ده چې برتانيه د ټولو نړيوالو فسادونو مور ده او که ووايو چې په نړۍ کې د دسيسو او توطئو پيل، د بې ګناه مرګونو پيل، د هېوادونو بېلتون، د ملتونو او قومونو جداوالی، د اسلامي امت تر منځ د نفاق د تخم شیندل او نور اکثريت مسائل برتانيې پيل کړي دي او خصوصاً له هغه وخته چې برتاينه په نړۍ کې سوپر طاقت ګرځېدلې ده نو په ټوله نړۍ کې فسادونه او نورې ناخوالې اوج ته رسېدلي دي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نو د موضوع اړوند بايد ووايو چې په افغانستان کې هم د پخوانيو او اوسنيو اکثريتو ناخوالو پيل برتانوي يرغلونو ايښی دی. دا چې برتانيې پر ګران هېواد باندې تقريباً درې ځله يرغلونه کړي دي خو بيا هم نه دي توانېدلي چې افغانستان ونيسي او خپل حاکميت پرې وچلوي، نو په دې اساس د خپل يرغليز فکر په اساس يې په افغانستان کې مختلفې ناخوالې رامنځته کړلې. چې دا دی د همدېوو ناخوالو له امله اوس هم افغان ولس کړېږي.

د برتانويانو تر ټولو لويه ناخواله او تخريب چې افغانستان پکې لا تر اوسه هم ښکېل دی، د نړيوالو او سیمه ييزو سيالانو تر منځ د جنګ ميدان ګرځېدل دي. او دا تخريب برتانوي جرنېلانو په دې اساس رامنځته کړی دی تر څو د روسانو هغه ادعا او دعوا چې دوی لرله او په ترڅ کې يې ځانونه ګرمو اوبو يعنې هند او اوسني پاکستان سيمو ته رسول غوښتل؛ په افغانستان کې پاتې کړي او دلته د روسانو د دغې دعوې مخه ډب کړي، چې دا دی ډب کړې يې هم ده، نو د دې لپاره برتانوي جرنېلانو افغانستان ته  د بفر (حائل ياپردې) حيثيت ورکړ او د خپلو ځواکونو پواسطه يې د هند له سمندري مورګو څخه واخله او بيا تر طورخم پورې او ان له چتراله تر بدخشانه پورې سیمې ونيولې او ها خوا يا هم د دوی له نيولو څخه پاتې افغانستان يې د بفر په نامه ياد کړ او له روسانو سره يې بيا خبرې اترې روانې کړې، او په دې باندې روسانو او انګرېزانو سره اتفاق وکړ چې که د پاتې افغانستان په هره ساحه کې هر څه کېږي نو پر دوی يې څه؟؟!

همداشان بله د فسادونو لويه نښه او غميزه چې ډېورنډ لاين دی او د پښتنو قوم يې په دوو برخو وېشلی دی، چې اوس هم دا دی افغانان ورڅخه کړېږي. او دا دی که چېرته د کرښې په یوه غاړه کې جنګ وي نو بله غاړه هم ورسره پوره ناکراره وي. که چېرته يوه غاړه په امن او امان ژوند تېروي نو بله غاړه هم همداشان وي.

د برتانيې له پورتنيو لويو دسيسو پرته يوه بله دسيسه دا وه چې د افغانستان د ائينده او راتلونکي لپاره يې داسې پلان ترتيب کړ چې که چېرته په افغانستان کې هر يو واکمن واک ته رسېږي نو د دوی پلانونه به په نظر کې نيسي او د دوی اهداف به په افغانستان کې تحقق کوي. چې دا پروسه بيا له امير عبدالرحمن خان نه راواخله، د امير امان الله خان او ان تر ظاهرشاه او راوروسته واکمنيو پورې هم وغځېدله.

خو کله چې داود خان د سپينې کودتاه تر عنوان لاندې د ظاهرشاه پر ضد يوه کودتاه تر سره کړه نو خلکو د داودخان په راتلو سره داسې فکر وکړ چې ګواکې نور به نو برتانيې له پلانونو څخه خلاص شي او هغه ديموکراسي چې د پلي کېدلو لپاره يې د امان الله خان له او د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د سردار شاه محمود خان او نورو صدراعظمانو له لوري هڅې شوې وې، نور به پای ومومي خو خلک خبر نه وو چې دا ځل به نو تر ټولو له خونړي کمونستي انقلاب سره مخ کېږي. چې په ۱۳۵۷ هش کال کې د داود خان پر ضد يوه خونړۍ کمونستي کودتاه تر سره شوه او داود خان سره له ټولې کورنۍ پکې ووژل شو. دغه انقلاب چې پيل يې روسي زيره خورو کړی وو، بلاخره په خونړيو خپلمنځي جګړو پای ته ورسېدلو.

له دې وروسته کله چې د طالبانو تحريک رامنځته شو او د ملا محمد عمر مجاهد په لاسونو يې بنسټ کېښودل شو نو ايله افغانانو د موقت وخت لپاره د ارام ساه واخيستله خو دغه د ارام ساه ډېره لنډه وه او امريکا او ناټو په مختلفو بهانو پر افغانستان وحشيانه يرغل وکړ چې دغه يرغل يو ځل بيا د جنګېز خان تاریخ راژوندی کړ او ټولې اسلامي نړۍ ته يې وښودله چې که څه هم چنګېز خان او د ظلم دوره يې تېره شوې ده خو اوس يې هم لا پر پله روان خلک شته چې هماغسې او لا له هغه هم بدتر ظلمونه تر سره کړي.

دا چې د برتانويانو او روسانو د يرغلونو پر مهال هم په افغانستان کې د مخلتفو هېوادونو لاسونو ښکېل وو خو د امریکايانو له يرغل سره سم بيا نږدې د ټولې نړۍ د يرغلګرو هېوادونو لاسونه افغانستان ته را اوږده شول چې دا دی اوس د افغان ولس پر ضد هر هېواد په افغانستان کې ځانته انجيوز ګانې لري او خپل اهدافو ته ځان رسوي.

ان دا چې د سيمې او ګاونډ هېوادونه هم په افغانستان کې خپل خپل اهداف لټوي.

خو په پای کې بايد هر افغان په هېواد کې د اسلامي نظام د قيام دعا وکړي تر څو د تېر پنځه کلن دور په څېر يو ځل بیا افغانان په ازاده او اسلامي پاکه فضا کې خپل سپېڅلی ژوند تر سره کړي.

لوی ټکي: افغانستانامريکابرتانيهکودتاه
مخکینې مطلب

دپاکستان سرحد ته څېرمه؛ دایران دانقلاب ګارډ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

غزني: د طالبانو په کمين کې د چاپې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com