(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)
د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د چاپې ګډ ځواکونه د طالبانو تر کمين لاندې راغلي چې کوماندو او بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، ګډو ځواکونو غوښتل چې د يادې ولسوالۍ مربوط په بګي خيلو، یارکي خيلو او کلي خيلو کليو کې شپني عملیات وکړي چې په یارکي خيلو کلي کې د طالبانو تر کمين لاندې راغلي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په یاد بريد کې دوه امريکايي افسران وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، په برید کې کوماندو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بريد ځای ته نږدې اوسيدونکي وايي، په سبا يې د بريد په ځای کې د چاپې د عسکرو پټۍ او وينې ليدلي او عمليات له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
طالبانو په وروستيو کې د شپې دوربينونو او لایزري وسلو ته لاسرسی پيدا کړی چې ډير کله د شپنیو عملیاتو ګډ ځواکونه تر بريدونو لاندې نيسي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.
څو ورځې مخکې هم طالبانو په بادغيس ولايت کې د شپنيو عملياتو کوماندويي عسکرو ته کمين ورکړ چې په ترڅ کې له ديرشو زيات کوماندويان ووژل شول او د هغوی ليزري وسلې او د شپې دوربينونه د طالبانو لاسته ولويدل.
د یادونې ده، چې یوه اوونۍ مخکې هم د قره باغ ولسوالۍ د ملي اردو دوه سرتيرو د بهرنيانو او دولتي چارواکو له ګډې غونډې وروسته پر یادو چارواکو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د درېيمې پلې لوا قوماندان عبدالمبين مجتبی په ګډون درې تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
په یاد بريد کې بهرنيان هم ويشتل شوي و خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات پټ ساتل شوي دي.
طالبانو د یاد بريد مسؤوليت منلی و په وينا يې بريد په افغان پوځ کې د دوی نفوذي کسانو ترسره کړی و چې د څلورو امريکايانو تر څنګ دوه کوماندویان او د پلې لوا قومندان پکې وژل شوي و.


















