پنټاګون وايي، افغانستان کې یو امريکايي عسکر وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)

د امريکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، چې افغانستان کې يې د جولای په شلمه نيټه د شنبې په ورځ يو امريکايي پوځي وژل شوی دی.

دفاع وزارت وايي، نوموړی پوځي خوردظابط جيمز راین نوميده چې په جګړه کې وژل شوی خو د هغه د وژل کيدو ځای يې نه دی په ډاګه کړی.

د پنټاګون د معلوماتو له مخې، جیمز راین څلويښت کاله عمر درلود او تر دې مخکې يې هم په افغانستان او عراق کې څو ځلې پوځي دنده کړې وه.

که څه هم د امريکا دفاع وزارت د نوموړي د وژل کيدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې وړمه شپه د غزني قره ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاپې ګډ ځواکونه د طالبانو تر کمين لاندې راغلي و چې په ترڅ کې يې د دوو امريکايي افسرانو د وژل کيدو تر څنګ درې نور وژل شوي او افغان کوماندويانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رسمي شميرو له مخې، د روان ۲۰۱۹م کال راهيسې په افغانستان کې دا يوولسم امريکايي پوځي دی چې وژل کيږي خو غير رسمي شميرې ښيي چې د وژل شويو امريکايي عسکرو شمير تر دې څو چنده زيات دی.

ډيره کله د طالبانو له خوا پر ګډو ځواکونو چاودنې، وسله وال بريدونه، د بهرنيانو پر اډو توغنديز بريدونه او د هغوی د چاپې ګډ ځواکونه تر بريدونو لاندې راځي چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې خپل تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button