له ډیرې مودې راهیسې مشهوري کمپنۍ داسې بوټان جوړوي چې د مینوالو زړونه خپل کړي، ځینې داسې بوټان جوړوي چې ډیر نرم ځینې بیا ځغاستی ته برابر وي خو اوس د کنورس په نوم کمپنۍ داسې بوټان جوړ کړي چې د رڼا په لګیدو خپل رنګ څو ډوله بدلوي.
دا بوټان له سپین ډوله تیکې جوړ شوي، خو کله چې د لمر او رڼا ته مخامخ شي، سمدستي نارنجي، بانجاني، سور او نورو بېلابېل شوخ رنګونه خپلوي.
همدې بوټانو ته منصوبه یوه ویډیو هم خپره شوې چې پکې لیدل کېږي، یو نفر چې کله دننه په کور کې بوټان په پښو کړي یو رنګ لري، خو چې بهر د لمر رڼا ته ووځي، رنګ یې خپل په خپله بدل شي.
د کنورس په نوم کمپنۍ مشر مایک شرمن وايي، دا ډول بوټان یې اړتیا ته په کتو جوړ کړل، ځکه په خبره یې، ځینې کسان غواړي په وخت کې څو شوخ رنګه بوټان ولري.

















