(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)
وړمه ورځ ځينو رسنيو راپور ورکړ چې ګنې طالبانو له امريکا سره احتمالي سولې په توافقاتو کې دا منلې افغانستان کې دې یوه پوځي اډه او یا استخباراتي حضور ولري خو طالبانو دغه ګونګوسې رد کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ان بي سي نيوز ته ويلي، چې دوی له افغانستانه د ټولو امريکايي نظاميانو وتل غواړي په وينا يې د يوه امريکايي شتون به هم د اشغال په معنا وي.
ښاغلي شاهين له امريکا سره د سولې له موافقې وروسته چې ټول امريکايان به له افغانستانه ووځي د امریکا د ماتې او طالبانو د بري په معنا بللي دي.
هغه وايي، د افغانستان اشغال له پای ته رسيدو او د هيواد له ازادۍ وروسته غواړو چې د امريکا په شمول له ټولو هيوادونو سره ښې اړيکې ولرو.
ښاغلی شاهين وايي، امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسيدلې، هغوی د یوه قوي دولت جوړيدل غوښتل خو تر اوسه د افغانستان اوسنۍ اداره د نړۍ تر ټولو فاسده اداره بلل کيږي زياتوي واشنګټن په افغانستان کې د امنیت راوستو ټينګار درلود چې په دې برخه کې هم له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و چې طالبانو سره د سولې تر موافقې وروسته به هم په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري خو سهيل شاهين وايي امريکايي استازو سره يې د مذاکراتو پر مهال دا خبر کړې چې افغانستان کې د یوه امريکايي نظامي شتون ته هم تیار نه دي او دا به د اشغال معنا ولري او تر نسلونو نسلونو د خپل هيواد ازادۍ لپاره جګړه کولای شي.


















