(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)
د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ نهه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
لوګر کې د کوچيانو یو تن قومي مشر سالم نعيم زوی وايي، دغه بريد تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په دشت خاک سيمه کې شوی دی.
نوموړی وايي، بريد د بهرنيو ځواکونو له خوا پر یوه کور ترسره شوی او د يوې کورنۍ نهه تنه پکې وژل شوي چې ټول ښځې او ماشومان دي.
په عين حال کې د لوګر امنيې قومندانۍ هم یاد بريد تاييد کړی وايي، په دې اړه به وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.
تيره ورځ د لوګر مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو جنګي الوتکو د محلي پوليسو یوه پوسته بمبار کړې وه چې په ترڅ کې يې دوه تنه پوليس وژل شوي و او څو نور ټپيان شول.
په وروستيو کې د بهرنيانو هوايي بريدونه او شپنۍ چاپې زياتې شوي چې تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کيږي او زياتره قربانيان يې ملکي وګړي دي.


















