بلخ کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند او دفترونه يې وتړل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)

د بلخ ولايت چارواکو  د دغه ولايت د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند او د یادو شبکو دفترونه يې تړلي دي.

تيره شپه د بلخ ولايتي چارواکو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی و، که هرې مخابراتي شبکې د شپې له خوا د سګنل ورکولو انتنونه بند کړل، د هغوی دفترونه به طالبانو سره د لاس یو کولو په جرم وتړل شي.

له تيرو دوو ورځو راهيسې په بلخ ولايت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو سګنلې بنديږي چې د شرکتونو د مسؤولينو په وينا دا کار د طالبانو په وينا کوي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ د بلخ امنيه قومندان اجمل فايز رسنيو ته ويلي و، پرته له دې چې د مخابراتي شبکو مسؤولين له پوليسو سره خپلې انديښنې شريکې کړي د شنبې له ورځې له ماښامه يې د شپې له خوا خپل فعاليتونه بندوي.

د مخابراتو د تنظیم اداره یا اترا وایي، دا مهال په پنځلس ولايتونو د شپې له خوا مخابراتې شبکې خپل فعالیتونه بند وي.

په ډیری ولایتونو کې استخبارات او بهرني ځواکونه د سیمکارتونو له لارې طالبان تعقیبوي، پر هغوی د سیمکارتونو له لارې هوايي بريدونه کوي، همدا دلیل دی چې دوی د شپې له خوا شبکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button