راټولوونکی: غورځنګ
له کومه وخته چې ګران هېواد افغانستان ته د اسلامي سپېڅلی او مبارک دين راغلی دی نو له هغه وخته په دې غيرتي خاوره د جهاد د ډګر د اتلانو تر څنګ بيا د علم او پوهې، حکمت، ادب، شعر، ارواپوهنې او نورو علومو په اړه مختلف پوهان تېر شوي دي چې ټولې نړۍ ته يې علوم رسولي دي او دغه پوهان او عالمان چې نړيوال مقام او شهرت لري؛ د افغانستان د مختلفو سیمو او ساحو اوسېدونکي دي، چې د هغو له جملې څخه يې يو هم ابو ريحان محمد بن احمد البیروني شمېرپوه، ستورپوه، تقویمپوه، وګړپوه، هندپوه، تاریخپوه او طبیعیتپوه و چې په څلورمه او پنځمه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. البيروني په ټولو عصرونو کې د اسلامي نړۍ له سترو پوهانو او د افغانستان یو له سترو پوهانو ګڼل کېږي. دی د هندپوهنې او هندپېژندې او وګړپوهنې پلار ګڼل کېږي. په خوارزمي، پارسي، عربي او سانسکریټي ژبو برلاسی و. او په لرغوني یوناني، عبري توراني او سوریاني ژبو هم پوهېده. البيروني د مختلفو وګړو د آندو آند او کولتوري کړو وړو د راټولونکي په توګه د تاریخ يو بې پرې لیکوال و. البيروني چې اصلي نوم یې محمد د احمد زوی او مشهور په ابو ریحان البیروني و؛ د ۳۶۲ هـ کال د ذي الحجې په درېمه او د ۹۷۳ هـ د ستمبر په څلرمه د پنجشنبې په ورځ سهار په «بيرون» کې زېږېدلی او د ۴۴۰ هـ کال د رجب په دوهمه او د ۱۰۴۸ زېږيز کال د ستمبر په يوولسمه د جمعې د ورځې په ماښام په غزني کې وفات شوی او همدلته ښخ دی.
د بيرون په باب بېلابېل نظرونه شته، زياتره مورخان «بيرون» د خوارزم نومې سيمې يو کلی گڼي ځينې بيا «بيرون» دري کلمه بولي چې د باندې = خارج مانا لري او ليکي چې خوارزميانو هر هغه سړي ته چې تر خوارزم دباندې اوسېده؛ بيروني ويل نو ځنگه چې ابوريحان خپل زيات ژوند تر خوارزم دباندې تېر کړی ؤ ځکه په بيروني مشهور شوی دی، دا توجيه عبدالکريم د محمد سمعاني زوی پخپل «کتاب الانساب» کې راوړې ده او ياقوت حموي هم ددې توجيه تاييد پخپل کتاب «معجم الادبا» کې ليکلې ده او زياتوي چې «زما په خيال ابوريحان د رُستاق يعنې د ښار له دباندې خلکو څخه ؤ».
البيروني په مختلفو ژبو کتابونه لیکلي چې شمېر یې له ۱۴۶ زیات ښودل شوی، چې د ټولو کرښې یې په ټولیزه توګه ۱۳ زرو پورته اټکل شوي. د ده مهم اثار د التنجیم چې په شمېرپوهنه او نجوم کې یې لیکلي، اثار الباقیة په تاریخ او ځمکپوهنې، قانون مسعودي چې یو ډول پوهنغونډ یې بللی شو، تحقیق ماللهند د هند هېواد د وګړو د کړو وړو، خوی بوی، ټولنیز جوړښت، تاریخ، جغرافې په اړه بحث کوي. البيروني خپل کتاب دانشنامه د غزنوي واکمن سلطان مسعود غزنوي په نامه کړه چې د دې کتاب په بدله کې ورته سلطان درې اوښه بار سپین زر ډالۍ وړاندې کړه چې د ده له خوا رد کړای شوه. بېرته یې سلطان ته ولیکل چې کتاب یې د پوهې د پراختیا په پار لیکلی، نه د پیسو لپاره. البيروني د ابن سینای بلخي همزمان و چې په اصفهان کې پاتې کېده او د دوی دواړو ترمنځ به هر وخت د لیکنو لېږد رالېږد ترسره کېدو. البيروني له محمود غزنوي سره د هند نیمې وچې په سوبو کې ملتیا کوله چې ددې سفر په ترڅ کې یې وکولای شول خپل مهم اثر هندپوهنه ولیکي او د هندي وګړو د روسومو، تقالیدو او مذهبي کړنو په اړه دقیقه مطالعه د قلم ژبې ته وسپاري. دده بل اثر چې د کتاب الصیدنه في الطب ته اشاره وکړو چې د درملیزو بوټو په اړه یې کښلی.
















