د ولسي جرګې رئیس، رمضان بشردوست ایران ته په جاسوسۍ تورن کړ

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳۱چنګاش، ۱۳۹۸)

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د دې جرګې مخکښ غړی رمضان بشردوست ایران ته په جاسوسۍ تورن کړ.

د میر رحمان رحماني او رمضان بشردوست ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې ده.

له لفظي شخړې وروسته میر رحماني په بشردوست تور پورې کړ چې د ایران جاسوس دی او د دې هیواد ګټو ته وفادار دی.

دا پیښه نن د ولسي جرګې په تالار کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه لا مالومه نه ده چې د دوی دواړو د جنجال لامل څه شی دی.

د یادونې وړ ده چې میر رحمان رحماني په افغانستان کې د امریکا د فضله موادو قراردادي پاتې شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button