سوريه کې پر یوه بازار بمبار له ۸۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱)

د سوريې په ادلب کې جنګي الوتکو یو بازار تر هوايي بريدونو لاندې نيولی چې د ځايي راپورونو پر بنسټ له ۸۰ زیاتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په سوريه کې ټولنيز فعالان وايي، برید د ادلب په سويل معمر النعمان ښار کې شوی چې په ترڅ کې يې ۳۱ کسان وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.

سرچينې زياتوي، په بمبارۍ کې د بازار زياته برخه هم ويجاړه شوې ده.

دغه بمباري د سوريې حکومت د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې سيمه کې پر یوه بازار شوې ده.

راپورونه وايي، چې دغه بمبارۍ د روسيې جنګي الوتکو ترسره کړي دي.

که څه هم روسي جنګي الوتکې د سوري حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي او ډیر کله د وسله والو تر حاکمیت لاندې سيمو کې هوايي بريدونه ترسره کوي خو وايي چې تازه بريد د دوی الوتکو نه دی کړی.

خو روسيه کې د ملکيانو د دفاع ډلې ويلي، چې د دوشنبې په ورځ په معمرالنعمان کې اته وارې د روسيې جنګي الوتکو له خوا بمبارۍ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button