(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱)
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د تازه سفر د پيل خبر ورکړی دی.
اعلاميه کې راغلي، چې زلمي خليلزاد د جولای په ۲۲مه نيټه دغه سفر پيل او د اګست تر لومړۍ نيټې به دوام وکړي زياتوي په دغه سفر کې به خليلزاد له افغان چارواکو سره د سولې پر موضوع وغږيږي او له هغې وروسته به قطر ته ځي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې خليلزاد به له افغان چارواکو سره په دې هم خبرې وکړي څو یو ټول منلی ټیم جوړ کړي تر څو بين الأفغاني مذاکرات پر مخ یوسي.
اعلاميه وايي، خليلزاد به له کابل وروسته دوحې ته ځي څو هلته له طالب استازو سره د اووم پړاو پاتې مذاکرات له سره پیل کړي.
د امریکا او طالبانو اووم پړاو مذاکراتو شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړ خو بيا هم له کومې هوکړې پای ته ورسيدل او خپلو مشرانو ته د راپور ورکولو لپاره يې د بيا ځلې کښېناستو خبر ورکړ.
امریکايي او طالب استازي وايي، د دواړو غاړو تر منځ په مذاکراتو کې پرمختګ او پر ځينو هوکړو سلا شوې ښايي نږدې راتلونکي کې پر یادو هوکړو لاسليکونه وشي.
د امریکا او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې مهم ټکي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونووتل، افغان خاوره د نورو هيوادونو پرضد نه کارول، بين الافغاني مذاکرات او اوربند دی.
طالب استازو په خپلو مرکو کې ويلي، چې امریکايانو سره يې د بهرني پوځيانو پر وتو او د افغان خاورې د بل چا پرضد نه کارولو د تضمين پر سر خبرې کړي چې امریکايانو ورسره د خپلو پوځونو د وتلو پرسر هوکړه کړې ده.
















