پکتیکا: د مټاخان په ولسوال چاودنه، نوموړی ټپي او نور ملګري یې وژل شوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸)

د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ ولسوال د ماین چاودنې له امله ټپي شوی او نور ملګري یې وژل شوي دي.

دا پیښه نن ماسپښین د پکتیکا مرکز او مټاخان ولسوالۍ ترمنځ په بطنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي: “نن ماسپښين د پکتیکاولایت مرکز او مټاخان ولسوالۍ ترمنیځ بطني سیمه کې د مټاخان ولسوالۍ په امنیه قومندان (عبدالودود) تکتیکي چاودنه ترسره شوه په پیښه کې نوموړی او د هاشم په نوم یو بل قومندان سخت ټپیان، او ۵ ساتونکي یې ووژل شول”

ویل کیږي عبدالودود سخت ټپي شوی او د عاجلې روغتیا لپاره یې کابل ته رسولی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته سخت زور ورکړی او د افغان حکومت مهم چارواکي په نښه کوي.

نن سهار په کندهار ښار کې هم یو مهم قومندان جګړن راز محمد د طالبانو په یو غلچکي برید کې ووژل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button