حفیظ الدین پیرزاده
ټرمپ وایي کولای شي د لس میلونه افغانانو پر وژلو، په یوہ ھفته کې افغانستان د نړۍ له مخې نابود کړي!
د ھغه له خبرو لاندې استنباطات پخپله کیږي؛
۱- ھغه چې ویل یې دا بین الأفغاني جگړہ دہ اوس باید د سھوې سجدہ وکړي؛ دا جگړہ د امریکې او افغانستان تر منځ دہ. دریم لوری نه لري.
۲- ښایي د لس میلونه انسانانو له وژلو د ټرمپ موخه د امریکې مخالفین وي! دا خبرہ په دې مانا دہ چې د افغانستان یو ثلث یا دریمه برخه طالب دی!
ځکه که د ټرمپ موخه عام خلک وي، دا خو بیا په جینوسائیډ او یا ټولوژنه اصرار شو چې د نړیوالو نورمونو له مخې جنگي جنایت دی، او که مراد یې د امریکائي اشغال مخالفین وي نو دا بیا د طالبانو پر دقیقې احصائې اقرار!
۳- ھغه چې غني ته غازي امان الله وایي اوس دې ھغه ته ھم د غازي امان الله پشان یوہ تورہ په لاس کې ورکړي او د امریکې سفیر دې را احضار کړي او ھماغه خبرہ دې ورته وکړي کومه چې غازي امان الله خان په عام محضر کې د انگلیس سفیر ته کړې وہ!
۴- ھغه ملگري چې ویل یې غني پاکستان منزوي کړی، نن چرته دي؟!
ھغوی ته دې وویل شي: غرب د پاکستان عیاش او فحاش کرکټي عمران ته دومرہ واښه واچول چې ستاسې غني ته یې لا په ھغې اخور د دریدو شرف نه دی بښلی!
غني د غلامۍ په دې ذلت کې تر غلام عمرانه اوس ھم څو پوړہ لاندې شخوند وھي!
۵- له دې پس ھم که څوک امریکا خپله ملگرۍ گڼي؛ ماته یې پر اسلامیت او افغانیت کې شک ښکاري!
۶- د ټرمپ سلاکاران باید ھغه ته مشورہ ورکړي چې د شپې ناوخته د ھالیوډ ایکشن فلمونه لکه ریمبو، ټرمینیټر او نور و نه گوري!
ځمکني حقایق درک کړي او د فنتاسۍ له نړۍ بھر را ووځي!


















