دپنجاب ځایي محکمې؛ دجماعت الدعوه بنسټګر ددوه ونیو لپاره زندان ته لېږدولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ځینې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پنجاب یوې ځایي محکمې د جماعت الدعوه وسله والې ډلې بنسټګرحافظ سعید له نورو وسلوالو سره د مرستې په تور د دوو اونیو له پاره زندان ته لېږلی دی.
حافظ سعید هغه څوک دی چې امریکا ته د عمران خان تر سفر مخکې ونیول شو، د نوموړي پر نیول کېدو ټرمپ هم غبرګون ښودلی و او زیاته کړې یې وه چې د ممبی د بریدونو طراح نیول شوی دی او دا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان نیک اقدام دی.
خو وروسته بیا امریکایي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې سعید تر دې وړاندې هم په پاکستان کې په ازاده توګه ژوند کاوه، په وار وار نیول شوی او بېرته خوشی شوی دی.
سرچینې ویلي و چې دا ځل د نوموړي د نیول کېدو لامل له امریکا د عمران خان امتیاز اخیستل دي چې دا دپاکستان دوه مخې پالیسي په ګوته کوي.
حافظ سعید دهندوستاني پوځیانو پر وړاندې په کشمیر کې دخونړیو جګړو طراح بلل کېږي چې په وار وار هندي او امریکایي چارواکو له پاکستان څخه دنوموړي دنیولو غوښتنه کړې وه.



