کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)
رپوټونه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د کانګریس خلاف پر سعودي عربستان او متحده اماراتو وسلې پلوري.
امریکا څه موده وړاندې اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو به د اته میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.
خو د امریکا سنا او ولسي جرګې دواړو پر سعودي او اماراتو د وسلو پلورلو له پرېکړې سره مخالفت کړی دی او زیاته کړې یې ده، دوی ځکهدمخالفت کوي چې په دې به بې ګناه وګړي ووژل شي.
کانګریس وایي، دوی یې ځکه مخالفت او له دې پلور وېره لري چې دغه وسلې کېدای شي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې وکارول شي.
خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د کانګریس پرېکړې په نړۍ کې د امریکا سیالي کمزورې کوي او ددې هېواد او متحدینو ترمنځ اړیکې زیانمنوي نو په همدې اساس یې پرېکړو ته درناوی نه لري.
خبر زیاتوي، سنا به رایه اچونه کوي څو د ټرمپ پرېکړه باطله کړي خو شنونکي وایي کانګریس به د دې پرېکړې پر مخنیوي بریالی نه شي ځکه چې ټرمپ دځان منونکی شخص دی، اوهیڅ د نورو پرېکړو ته درناوی نه لري.


















