حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي په یو هوایي ډګر یې برید کړی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳زمری، ۱۳۹۸)

حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي په خمیس مشیط ښار کې یې په مشهوره “شاه خالد” هوایي اډه باندې برید کړی دی.

د حوثیانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې دا بریدونه د هغو ۲۱بریدونو ځواب وو چې سعودي عربستان د ۱۲ساعتو په اوږدو کې په دوی ترسره کړل.

د ده په وینا چې شاه خالد هوایي ډګر یې د ډرون الوتکې په توسط تر هدف لاندې نیولی دی.

سعودي تر اوسه د حوثیانو د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر اوسه دا هم نه ده مالومه چې د برید له امله څومره تلفات رامنځته شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې حوثیان د سعودي په خاوره بریدونه کوي، بلکې څو ځل وړاندې یې هم د ډرون او توغندیزو بریدونو په واسطه درانه تلفات اړولي دي.

حوثیان په یمن کې جنګیږي او تور پرې پورې کيږي چې ایران یې تر شا ولاړ دي او د دوی په خلاف بیا د سعودي په مشرۍ یو ائیتلاف په سیمه کې په جګړه بوخت دی.

دواړه خواوې ډیری وخت یو په بل د بریدونو او د تلفاتو وراړولو ادعاوې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button