کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)
پاکستان کې مخالفو ګوندونو داوسني حکومت پرضد لاریونونه کړي او دلومړي وزیر عمران خان دلرې کېدو غوښتنه یې کړې.
دا لاریون کوونکي چې شمېر یې زرګونو تنو ته رسېده، عمران خان د پاکستان د اقتصادي ستونزو اصلي لامل دی نارې وهلې.
دا لاریونونه د پاکستان د پارلماني ټاکنو د پایلو تر اعلان پوره یو کال وروسته کیږي چې دغه ټاکنې د عمران خان ګوند ګټلې وې.
اعتراض کوونکو دغه ورځ توره ورځ بللې ده، اوملت یې دخپل تلف شوي حق او دظلم پر وړاندې مبارزې ته رابللی.
دا لاریونونه له پېښوره پیل شوي دي او ښایي د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د نوموړي ضد پراخې مظاهرې وشي.
د حکومت ضد مخالف ګوندونه ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د عمران خان په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده خو عمران خان دا ادعا نه مني.
دپاکستان په لویو ښارونو کې دوه ونۍ وړاندې کار اوباریانو داقتصادي ستونزو له امله کاربندیز اعلان کړی و، اوله حکومت یې دغیرقانوني ټیکسونو اونورو مالیو لرې کېدل غوښتي وو، خوحکومت نه داچې نرمي وښیي؛ ورځ په ورځ دسختۍ پر لور ګام اخلي.


















