غورځنګ
تاريخ شاهد دی چې پر افغان ملت باندې خصوصاً له کومه وخته چې دې خاورې ته د اسلام مبارک او سپېڅلی دين راغلی دی؛ له هغه وخته بيا تر ننه پورې ډېرو امپراطوريو خپل زور پرې ازمويلی دی، خو هيچا هم نه دی ايل کړی، ځکه چې دې خلکو په حقيقت کې اسلام پېژندلی او منلی يې دی، منم چې دې ملت په کراره ژوند هم نه دی تېر کړی خو يرغلګر يې هم داسې ټوټه ټوټه کړي چې نوم يې له سوپر طاقتونو څخه صفر ته راکوز شوی دی. تر ټلولو قوي يرغلګر چې د اسلامي تاریخ راوروسته يې پر افغان خاوره تر ټولو خونړی بريد کړی دی، چنګېز دی؛ اصلي نوم يې تيموچين او د ګوبې په دښته کې زېږېدلی وو، کله چې محمد خوارزمشاه سره د مغولي تجارانو د وژلو پر سر د چنګېز خان جنجال راغی نو چنګېز په ډېر جوش او خروش پر اسلامي نړۍ خصوصاً منځني ختيځ او افغانستان باندې حمله وکړه، د افغان ملت نران، ښځې، ماشومان، ان تر دې چې بې حسابه حيوانات یې هم ووژل، ښارونه يې ورته لوټې لوټې وران کړل، که به د کومې سيمې خلکو ورسره ډېر زيات مقاومت وکړ نو له نيولو وروسته به يې نوموړې سيمه کې حتی ژوندی جسم نه پرېښود، علمي کتابونه او هېڅ ډول ودانۍ به يې ورغې نه پرېښودلې؛ خو دې خاورې او دې ملت به بيا داسې ککرې ورته وزېږولې چې د چنګېز ماغزه به يې سر ته راوستل، ان تر دې چې د چنګېز يو لمسی هلاکو خان هم دلته په افغان خاوره کې مردار شوی دی، خو اوس دا دی ټوله نړۍ شاهده ده چې د چنګېز هېواد يعنې منګوليا يا مغولستان يو ډېر وروسته پاتې هېواد دی ان تر دې چې په نړۍ کې يې زياتره خلک نوم هم نه پېژني، خو افغانستان لا هم لکه د تېر په څېر ځلېږي او لا هم افغان ملت ژوندی دی.
ټرمپه!!
که دا ملت په وژلو ختمېدای! نو اوس د چنګېز او هلاکوخان له لاسه د افغانستان نوم او نښان هم نه وو. اوس به دلته مغول اوسېدل. خو دا دې بايد له ماغزو وباسې چې افغان ملت په وژلو ختمووم!
بل ستر قوت د صفويانو وو چې د افغانستان په زياتې سیمې يې نيولې وې، خو وخت پر وخت به په کندهار کې د دوی پر وړاندې پاڅونونه تر سره کېدل، نو د دې لپاره چې دغه پاڅونونه رام کړي، له ګرجستان څخه يې ګرګين نومی ظالم او وحشي صفته انسان راووست او د کندهار حاکم يې وټاکه تر څو دغه په کندهار کې د تر سره کېدونکو پاڅونونو مخه ونيسي، ګرګين هم له حده اوښتي ظلمونه او زياتي پيل کړل، لنډه دا چې دغه ظلمونه او وحشتونه د دې باعث شول چې ميرويس نيکه يې پر وړاندې پاڅون تر سره کړ او نه يوازې يې ګرګين وواژه بلکې د اېران د صفويانو ظالم حکومت يې هم نسکور کړ او په اېران يې هم خپل بيرغ ورپاوه او تقريباً څو لسيزې واکمني يې پرې وکړه.
نو ټرمپه!!
که دا ملته په وحشتونو ختمېدای او د نړۍ له نقشې ورکېدلی، اوس به دګرګين نوم د تاریخ په زرينو کرښو کې ليکلی وو او افغان ملت به بلکل نه وو بلکې افغانستان به د ګرګين له لاسه بلکل خاره وو. نو په دې اساس دې د افغان ملت د ختمولو او د نړۍ له نقشې څخه د ايستلو فکر وباسه!!
بله ستره امپراطوري چې هغه د چا خبره درې ورځې يې د امپراطورۍ په ساحه کې لمر نه ډوبېدلو، برتانيه يا انګلستان وو. چې تقريباً د نړۍ په زياته ساحه يې واک درلودلو او يرغمل کړې يې وه. خو پر افغانستان يې درې ځله زور ازمايشي وکړه، چې درې واړه ځله مات شول.
نو ټرمپه!!
ښه په خلاصو غوږونو يې واوره!
له کانګرېس او سپينې ماڼې نه مه غږېږه!!
په تکو سپينو کوټو کې ناست يې!!
لږ دې د افغانستان حال له خپلو عسکرو وپوښتنه!!
چې څه پرې تېرېږي؟؟
له کوم ډول حالاتو سره مخ کېږي؟؟
کله چې له سرتېرو بريدونو او بمي چاودنو سره مخ کېږي، کوم ډول احساس کوي او په دغه وخت کې تاته څومره کنځلې کوي؟؟
ټرمپه!!
دا خبرې پرېږده!!
بلکې له خپلو عسکرو دې وپوښتنه!! ورته وا کله چې زه درڅخه د افغانستان حال پوښتم! ولې زوفت کېږئ؟! او ولې مو زړه ورانېږي؟؟
ورته وا ولې مو نه پزې شته؟؟ نه مو غوږونه شته؟؟ او نه مو پښې شته؟؟
او دا هم ورته ووايه!!
چې کله له ډله ييز استشهادي بريد سره مخ کېږي، په خپلو بېزونو کې د بندو دروازو تر شاه ولې د تسليم او تسليم نارې وهئ؟؟
ولې مو په هغه وخت کې د ټوپک د پورته کولو توان له لاسه ورکړی وي؟
نو ټرمپه!!
لږ له خپلو عسکرو پوښته!! بيا داسې ډوزې وله!!
کنه وي نو خپل عسکر دې اوس هم ښېرا درته کوي، چې دا دې څه ډول هېواد ته رالېږلي يو. چې نه مو پکې سر خوندي دی او نه مو مال، ان تر دې چې بولې هم په ډاډه زړه نه شو ورڅخه کولی.


















