(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۵)
د غزني ولايت د أب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم بريد شوی چې د ځايي سرچينو په وينا ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د برید مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، نن سهار د یادې ولسوالۍ پر مرکز طالبانو د ستر موټربم برید کړی دی.
د مجاهد په وينا، په دغه بريد کې د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او لسګونه عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وايي، په دې اړه به نور جزيات وروسته پر ليکه کړي.
د غزني امنيتي مسؤولين هم پر یادې ولسوالۍ د موټربم چاودنه تاييدوي په وينا يې ولسوالۍ زيانمنه شوې خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
عيني شاهدان وايي، د ولسوالۍ ډيری پرسونل، پوليس او عسکر تر خاورو لاندې دي چې د را ايستلوهڅې يې روانې دي.


















