(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۵)
د زابل قومي مشران او ښوونکي وايي، هغه ښوونځي چې د بيلابيلو لاملونو له امله تړل شوي و اوس بيرته خلاص شوي خو حکومت ورسره مرسته نه کوي.
د دغه لايت قومي مشران وايي، په غزني کې د جګړو، نا امنيو او په ښوونځيو کې د پوځي مرکزونو له امله یو شمير ښوونځي تړل شوي و چې په وروستيو کې بيرته فعال شوی دي.
دوی وايي، شاوخوا لس مياشتې کيږي چې حکومت ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړي.
د زابل ښوونکي وايي، دوی ته دې خپل حق (معاشونه) ورکړل شي او هغه کسان چې د دوی معاشونه يې ځنډولي بايد څارنوالۍ ته معارفي شي :”د معاش د بې قانونه اوږده ځنډ په موضوع کې څارنوالۍ ته د ښکېل کسانو معرفي کېدل غواړو”.
ښوونکي وايي، که حکومت يې د تيرو لسو معاشونه ونه کړي نو د اعتراض په ډول به ډول ښوونځي وتړي.
په عين حال کې د زابل ولايتي شورا هم یاده ستونزه مني زیاتوي دا چې د ازموينو وخت رانږدې دی او که ښوونکو ته يې معاشونه ورنکړل شي ښايي د تدريس چارو پر مخ بيولو ته زړه ښه نه کړي.
د زابل د پوهنژ ریاست هم د یادې ستونزې د تاييد تر څنګ وويل، چې دغه موضوع يې له اړونده مسؤولينو سره شريکه کړې خو تر اوسه يې په اړه هيڅ اقدام نه دی شوی.
د زابل په شمول په ځينو ولايتونو کې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو له لوري په ښوونځيو کې پوستې او پوځي مرکزونه جوړ شوي و چې ځينې يې بيرته د ښوونځيو چارو ته ورکړل شوي خو په یو شمير ولايتونو کې لا هم ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه استعماليږي چې له امله يې ډيری زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.


















