کابل ټکی کام (جمعه ، ۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وایي، ټاکل شوې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي چې دوه میاشتې به دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي چې د خپلو کمپاینونو پرمهال دې ټاکنیز اصول مراعت او له سرغړونو څخه ډډه وکړي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، د بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
ټولو قوانیينو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.
دولتي امنیتي ارګانونو دکاندیدانو دامنیت په اړه دټاکنو کمیسون ته ډاډ ورکړی، او زیاته کړې یې ده چې دوی به هڅه کوي تر څو نوماندان په پوره امنیت کې خپل کمپاینونه وکړي.
ټاکنیز کمپاینونه داسې مهال پیلیږي چې دطالبانو او امریکایانو خبرې یوې حساسې مرحلې ته ننوتي، ډېری څېړونکي دخپلو څېړنو په اساس خبر ورکوي چې امریکا نه غواړي ټاکنې تر سره کړي، بلکې دوی له ټاکنو وړاندې له جګړې ځان باسي او تر هغو دیوې بدیلې لارې په رامنځته کېدا کار کوي.

















