د أب بند ولسوال: موټربم برید د ولسوالۍ مرکز بشپړ ویجاړ کړی؛ زه هم ټپي یم

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۵)

نن سهار د غزني د أب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم حمله شوې چې د چارواکو په وينا د ولسوال په شمول پکې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د أب بند ولسوال جمعه خان ترکي وايي، د موټربم چاودنه کې د یادې ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې او یوويشت پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی وايي، د دغه په شمول اتلس پوليس ټپيان دي او څلور تنه نور وژل شوي دي.

د جمعه خان په وينا، چاودنه د هاموري ټانګ څخه په استفاده شوې چې له چاوديدونکو توکو ډک شوی و.

د بريد مسؤوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ويلي، چې د ولسوالۍ ودانۍ په مکمله توګه تخريب شوې ده.

“نن سهار وختي د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په مرکز ستر موټربم فدايي برید ترسره شو. د لومړنیو معلوماتو له مخې لسګونه تنه د کابل ادارې عسکر او پولیس وژل شوي او د ولسوالۍ مرکز بشپړ ویجاړ شوی دی. نورجزئيات وروسته”.

د أب بند ولسوالۍ د غزني ښار جنوب ته د کابل- کندهار پر لويې لارې پرته ده چې د ځايي سرچينو په وينا یاده لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button