دسولې عالي شورا؛ دحکومت له لوري منحله شوه

کابل ټکی کام (شنبه ، ۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر دولتي او ازادو رسنیو خبر ورکړ چې دګډ حکومت مشر محمداشرف غني د سولي عالي شورا منحله کړه. او لدې راوروسته به د سولې ټولې چارې د سولې د وزارت پر غاړه وي.
له هغه راهیسي چي خلیلزاد بیا کابل ته رسېدلی دی، اشرف غني له نوموړي سره څلور ځله کتلي دي.
ددې دواړو مشرانو خبرې د سولې د لارې پر نقشې، دمذکراتي ټیم پر جوړښت، او دافغان جګړې دسولییز حل پر لارو چارو متمرکزې وې.
دسولې شورا له منحل وروسته دانتخاباتو دلغوه کېدو خبرونه هم رسنیز شوي.
مشهور امریکايي او افغانستان شناس تامس جانس پرخپل ټویټر لیکلي، زه فکر کوم چي د دې قوي احتمال سته چي غني به د سپټمبر انتخابات کېنسل کړي.
ځکه چې دانتخاباتو مستقل کمېسیون (۴۰) زره ګوسټ رايه ورکونکي له لیسته وایستل. دا د غني لپاره یوبد زیری دی.
تامس زیاتوي، زه پدې هیڅ باور نه لرم چي غني به په شفافو او عادلانه انتخاباتو کي کامیابه سي. زه فکر کوم چي غني خپله هم پدې ښه پوهېږي.



