کابل ټکی کام( یکشنبه، ۶زمری، ۱۳۹۸)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د وروستیو توغندیزو ازموینو په اړه ویلي چې په دې اړه اندېښنه مه کوئ.
نوموړي چې په سپیڼه ماڼۍ کې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، شمالی کوریا اټومي ازموینه ده کړې، بلکې یوه وړوکې اټومي ازموینه یې ترسره کړې ده.
د ټرمپ په ټکو: “موږ ډېر ښه کار کړی، وبه وینو چې څه کېږي، دوی اوسمهال اټومي ازموینه نه ده کړې، بلکې یوازې یې یوه کوچنۍ اټومي ازموینه کړې ده، زه فکر کوم موږ له شمالي کوریا سره ښه کار کړی دی”
ترمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې شمالي کوریا د دوو توغنديو کامیابه ازموینه ترسره کړه.
سویلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازموینه د اندېښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه چې دا مسئله به تر جدي څار لاندې ونیسي.
ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون درې ځل د اټومي پروګرام په اړه سره لیدلي او ټرمپ خپله وروستۍ لیدنه له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.


















