کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دهېوادپخواني ولسمشر حامدکرزي دسولې وروستیو هڅو، اوراتلونکوبین الافغاني مذاکراتوته خوشبیني ښودلې، اوهیلمندي یې څرګنده کړې چې دابه د روانې خونړۍ جګړې دپای سبب شي.
کرزي له طالبانو سره مخامخ خبرې په افغانستان کې د دايمي ثبات لپاره تر ټولو مهم ګام یاد کړی.
حامدکرزي ویلي، دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو ته هیله من دی او دا په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د راتګ لپاره تر ټولو مهم ګام دی.
نوموړي پر افغان حکومت هم غږ کړی چې په دغه ملي پروسه کې ټول افغانان شریک کړي او په خبره یې داسې یو ټيم جوړ کړي چې د هر افغان استازیتوب وکړي او دغه ملي پروسه بریالۍ کړي.
کرزي د افغانستان له حکومت او خلکو هم غوښتنه کړې چې له یو بل سره دې همکاري وکړي او په دې توګه دې په افغانستان کې روانه خونړۍ او اوږده جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.
هغه هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت او طالبان وکړی شي په دې بین الافغاني مذاکراتو کې ښو پایلو ته سره ورسېږي او دلته پردۍ جګړه ختمه شي.
کرزي داسې مهال راتلونکې ناستې ته خوشبیني ښودلې چې متقابلو جهتینو دخپل رقیب پر وړاندې مختلفې څرګندونې کړې دي.
حکومت خبر ورکړی چې دوه ونیوکې به طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي؛ خوطالبانو بیا له امریکایي لوري سره ترتوافق وروسته افغاني جهت سره په شخصي ډول دناستې تیاری ښودلی.


















