کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)
نیویارک ټایمز دامریکایي قواوو دوتلو احتمالي موده له دوه کلونو کمه یاده کړې، او په یو وخت یې دطالبانو، امریکایانو او حکومت ترمنځ روانې ناستې غیر مؤثرې بللي.
مشهورې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د افغان حکومت، طالبانو او خلیلزاد څرګندونو ته په اشارې دا مطلب خپور کړی دی.
مطلب کې راغلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ناڅرګندتیا به د سولې بهیر لا پېچلی اوجنجالي کړي.
ورځپاڼه کاږي، افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلان مخکې له وخته کړی دی ځکه په دې تړاو د طالبانو دریځ روښانه و او هغه دا چې دوی پخوا لا ویلي چې تر هغو پورې له افغان لوري سره خبرې نه کوي څو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه هوکړه نه وي شوې.
د ورځپاڼې په باور، تمه ده امريکا او طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره پر يوه مهال وېش سره سلا شي او دوى ښايي هوکړه وکړي چې امريکايي ځواکونه له دوو کلونو په کمه موده کې ووځي خو دې سره به شرطونه تړلي وي.
دامطلب داسې مهال خپریږي چې راتلونکی اتم پړاو د دولت، طالبانو اوامریکایانو له څرګندونو برخلیک ټاکونکی اوسوله راوړونکی بریښي.


















