کابل ټکی کام( یکشنبه، ۶زمری، ۱۳۹۸)
نن له غرمې وروسته د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د شهید څلور لارې سره نږدې لومړی د څو پرلپسو چاودنو غږونه واورېدل شول او ورپسې جګړه پیل شوه.
ویل کیږي د برید هدف د امرالله صالح دفتر”روند سبز” دی او لا هم جګړه روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت پیښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې له چاودنو وروسته څلور تنه بریدګر د دفتر ودانۍ ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي تر اوسه یو بریدګر وژل شوی او پاتې نور لا هم مقاومت کوي.
د برید په وخت کې امرالله صالح په خپل دفتر کې وو او د ځینو راپورونو په اساس چې نوموړی سخت ټپي شوی دی.
خو ځینو سرچینو بیا خبر ورکړی چې نوموړی روغ رمټ د پیښې له ځایه ایستل شوی او کوم زیان نه دی ورته رسیدلی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي د پیښې له ځای څخه ۱۳ ټپیان روغتونو ته لیږل شوي دي.
تر اوسه د یوه تن د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی.


















