صابرجان محصل
خزانونه به فنا شي پسرلي په سپړېدو دي
تورتمونه به ورکېږي د لمر وړانګې د سپېدو دي
مرور بلبل به راشي د بهار نوي ګلشن ته
دچمن مالیاربه خوښ وي چې غوټۍ په خندېدو دي
د رحمت وریځ به راشي د خوښۍ اوښکې به توی کړي
شاړې دښتې به اوبه کړي سره ګلان په راختو دي
برېښناګانې به خندیږي د بهار ښکلې فضا کې
بیابه تالندې غړمبیږي بیا زاغان په تښتېدو دي
د مرغیو به چڼهار، وي د بلبل به ترانې وي
د هوسیو به وي ساندې چې لېوان په ټولېدو دي
چې سندونه موڅپاند شي او قولزوم په مستۍ راشي
بیابه خوښ ځکه صابر وي غلیمان په غرقېدو دي


















