سکاټ اومیرا خلیلزاد ته: بیدار اوسه افغان جګړه یواځې ستاسو ډیپلوماسي ختموی شي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)

یولوړ پوړي امریکایي جنرال دزلمي خلیلزاد هغه ډیپلوماسي ستایلې چې په دې وروستیو کې یې دافغان قضیې دسولییز حل په موخه اختیار کړې، اونوموړي ته یې دحوصله مندۍ سپارښتنه کړې.

د نشنل انټرسټ په نامه یوې خپرونې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ماموریت په اړه د یو امریکایي جنرال څرګندونې را اخیستې دي.

یاد نظامي جنرال چې سکاټ اومیرا نومېږي ویلي، د افغان سولې برخه کې د خلیلزاد ماموریت ستونزمن خو ډپلوماسي یې پر ټولو هغه استدلالونو بهتره ده چې د جنګ د دوام لپاره کېږي.

هغه خلیلزاد ته سپارښتنه کړې چې پیاوړی اوسي او استقامت ولري ځکه دا جګړه د قوي ډپلوماسۍ له لارې پای ته رسېږي.

سرچینې د سکاټ له قوله لیکلي، د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر او د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني په څېر منفي ګرایانو ته باید هیڅ توجه ورنه کړل شي، ځکه هغوی غواړي امریکا یو ځل بیا د دې جګړې دوام ته وهڅوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی په داسې حال کې چې دا جګړه نظامي حل نه لري، او یوازې پیاوړي ډپلوماسي کولی شي دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي دجګړې تداوم غواړي.

مربوطه مطالب

Back to top button