“د ختم نبُوَّت عقيده”

“عُقابي جانان”

شکر لرو مونږه د ختمِ نبُوَّت عقيده
د محمد رَسُولُ الله د رسالت عقيده

هم اولين هم آخرين او هم امين رسول دی
زړو کې لرو ورته څه ښکلي د عظمت عقيده

له مال او ځان او له مور پلار نه راته ډېر محبوب دی
را ايزده کړې پاک قرآن د محبت عقيده

دا زمونږ يقين دی او هم دا زمونږ د ايمان برخه ده
د هر رسول او هر نبي د معصوميت عقيده

له سپين قرآن نه پرته بل هيڅ يو قانون نه منو
کلکه ساتلې مونږ فقط د شريعت عقيده

د خدای په فضل مو له شرک، بدعت نه ځان ژغورلی
موحدين يو مونږ لرو د وحدانيت عقيده

څلور مذهبه واړه حق دي “عُقابي جانانه”
سپېڅلې ده د اهلسنت والجماعت عقيده

مربوطه مطالب

Back to top button