تو لعنت شه په دا هسې مبتذلو پرگنو!!

ډاکټر يوسف اکبري

د شرق او غرب په اخور لوى شوي او مغز وينځل شوي په داسې اوتو بوتو بوخت دي چې بشريت او اسلاميت دواړه ورته گوته په غاښ دي

کله وايي د اسلامي شريعت نظام او تطبيق مو زر يو نيم زر کاله شاته بيايي خو له دې نه دي خبر چې هغه مهال اسلام او مسلمانانو څومره برم او عزت درلود

دې ناپوهانو او له عقل نه خلاصو ته وايو تاسې لومړى د شرق او غرب ډولونو ته روانه نڅا لږ ودروئ لږ په خود شئ لږ مو خپل تېر مجد او تاريخ ته نظر واچوئ او يا لږ تر لږه مات غوږ شئ

که اسلام مو يو نيم زر کاله شاته وړي نو معنا دا چې د صحابه کرامو باعزته دور ته مو بيايي آيا تاسې د صحابه کرامو د وخت له شهامته خبر ياست؟

عمر فاروق رض پر فارس او روم حکومت کاوه خو اوس هغوى پر مونږ مسلط دي

د اموي خلافت نظامي لښکر  د هسپانيې په زړه کې د واک حضور درلود او له شام نه رهبري او رهنمايي کيدو خو نن کفارو درته شام په کنډوالو بدل کړى

هغه مهال ټول غرب عباسي خلافت ته په گونډو شوى و

د عبدالرحمن په زمانه کې مسلمانانو فرانسه او ايټاليا کلابنده ساتلې وه

او عبدالرحمن وسط پر هسپانیا، پرتگال و جنوب فرانسه حکومت کاوه

د اتل قطز په زمانه کې چې گرد بشريت يې د مغولو له ناورين نه وژغوره

ايوبيانو او زنکيانو صليبي لښکر تارو مار کړ خو نن پر ټولو اسلامي هېوادونو مسلط دى

او عثماني خلافت چې ټوله نړۍ يې له مجارستانه آن تر افريقا په خپل واک کې درلوده او اوس زمانه کې خو نور هيوادونه پريږده آن په حرمينو کې هم صليبي ځواکونه پراته دې بيت المقدس خو لا پريږده نو آيا د مسلمانانو په حيث مونږ ته زمونږ پخوانى او شاته دور د عزت او برم دى او که اوسنى ذلت؟ چې آن خپل پطرول هم د صليبيانو له اجازې پرته بازار ته نشو عرضه کولاى؟

که حقيقت ووايو نو هر رښتينى مسلمان د دې ارمان کوي چې اي کاش چې همغه زر کاله پخوانى عزت او برم ترلاسه کړو او همغه وخت ته بېرته وگرځو

خو څوک چې له موره د غلامۍ په طبعيت زيږيدلي وي هغه سره له پوهېدا بيا هم د عزت او برم خواته ميلان نلري او د شرق او غرب او صليبيانو او ملحدينو تر جغ لاندې ژوند کول د ځان او ناموس لپاره غوره گڼي

تو لعنت شه پر دا هسې مبتذلو پرگنو

مربوطه مطالب

Back to top button