کندهار: د سپين بولدک بازار کې چاودنې درويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۸) 

د کندهار ولايت په سپين بولدک بازار کې د چاودنې له امله درويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند بهير احمدي وايي، چاودنه نن سهار د سپين بولدک په ګنج  سيمه کې رامنځته شوې ده.

د احمدي په وينا، دغه چاودنه په موټرسيکل کې د چاوديدونکو توکو د چاودنې له کبله شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د پيښې ټپيان د سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button