(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۸)
د راپورونو له مخې، د برازيل هيواد په يوه زندان کې د شخړې رامنځته کيدو له امله دوه پنځوس زندانيان وژل شوي دي.
شخړه د برازيل په شمالي محبس کې د دوو ډلو تر منځ ترسره شوې ده.
چارواکي وايي، پرون سهار د زندان په داخل کې د دو ډلو تر منځ نښته پيل شوه چې د څو ساعتونو په تيريدو سره پکې ۵۲ زندانيان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
په رسنيو کې خپاره شويو انځورونو او ويډيوګانو کې ښکاري چې د زندان څه برخه هم سوځيدلې او پوليس د شخړې د کنترولولو هڅې کوي.
د برازيل امنيتي مسؤولين وايي، ښايي ډیری کسان په زندان کې د اورلګيدو له کبله چې تنفس به يې بند شوی وي مړه شوي، چې امکان لري د مرګ ژوبلې شميرې لوړې شي.
پوليس وايي، د شخړې پر مهال زندانيانو وسلې نه دي کارولي بلکې په چاقوګانو او برچو يې یو بل وهلي دي.
که څه هم یاد زندان د دوه سوه کسانو لپاره جوړ شوی خو دا مهال پکې درې سوه یوولس زندانيان ساتل کيدل.
















