کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴
راپور: محمد فیصل روښان
د امريکا په مرۍ ایتلافي ځوکونو خبر ورکړی چې د رمادي ښار اړوند په یوه لوبغالي چې د داعش نظامي مرکز وو، هوايي بریدونه تر سره کړي چې په پایله کې يې مکمل لوبغالی له منځه تللی.
دغه اعلامیه تېره ورځ ایتلافي ځواکونو نشر کړې ویلي يي دي، په لوبغالي کې د داعش هغه لویه د وسلو زېرمه وه چې له کومې زېرمې نه يي چې د فُرات سیند په دره ، او انبار ولایت کې خپل وسلوال اکمالول.
د یادونې وړ ده چې رمادي ښار او فلوجه کې له اوږدې مودې را هیسې عراقي شیعه ملیشې او سُني قبایل د داعش په وړاندې جنګیږي او د ایتلافي قواوو هوايي ملاتړ ورسره ده.
















